اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) يو كسيزه د اقليتي حقونو كميشن د خېبر پښتونخوا په كرك ضلع كښې د مندر سوځول كېدو په معامله رپورټ په ستره محكمه كښې جمع كړو. د ګل په ورځ په ستره محكمه كښې په جمع كړې شوي رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې د كميشن مشر شعېب سډهل ، اقليتي لارښود رمېشن كمار او د خېبر پښتونخوا چيف سېكرټري سره د پېښې د ځائ دوره كړې. د دورې په مهال د خېبر پښتونخوا آئي جي، د خېبر پښتونخوا اېډوكېټ جنرل او صوبائي داخله سېكرټري هم موجود وو. په رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې د پېښې مركزي تورن مولوي شريف اولس راپارولې. په رپورټ كښې وئيلي شئي دي چې كميشن د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰي سره ملاقات كړے. وزيراعلٰي زر تر زره د مند بيا جوړولو باور وركړے. وزيراعلٰي دا باور هم وركړے چې دې ځل له به مند قوي او محفوظ جوړولې شي. وزيراعلٰي د مندر امنيت لپاره د پوليس او اېف سي اهلكارو په ځائ كولو باور هم وركړے او زائرينو ته ئې د اسانيو وركولو هم وئيلي دي.