هېواد كښې د كورونا مثبت كيسونو تناسب 5.38 فیصد دے ٬ تر ټولو زيات كراچۍ كښې 14.56 فیصده دے، نېشنل كمانډ اینډ آپرېشن سنټر

image

اسلام آباد 13جنوری (اے پی پی) دا مهال هېواد كښې د كورونا مثبت كيسونو تناسب 5.38 فیصد دے او تر ټولو زيات تناسب كراچۍ كښې 14.56 فیصد دے٬ دغې نه پس پېښور كښې 9.92 فیصد او په دريم لمبر میرپور كښې 8.33 فیصد دے۔ نېشنل كمانډ اینډ آپرېشن سنټر د اړخه د شورو په ورځ جاري شميرې له مخې دا مهال هېواد كښې د مثبت كيسونو تناسب 5.38 فیصد دے او تر ټولو زيات د كورونا كيسونو مثبت تناسب كراچۍ كښې 14.56 فیصده,دويم لمبر پېښور 9.93 فیصد او غدې نه پس میر پور كښې 8.33 فیصد ؤ۔هېواد كښې د 2 زره 336 كورونا رنځورانو حالت اندېښمن دے او د دې ډول رنځورانو شميره تندۍ سره زياتيږي۔ وفاقی برخو كښې د كورونا مثبت كيسونو تناسب په آزاد جمو او كشمیر كښې 5.43 فیصد ، بلوچستان كښې 7.39 فیصد،ګلګت بلتستان كښې 0 فیصد ، اسلام آباد كښې 2.14 فیصد،خېبر پښتونخوا كښې 6.25 فیصد ، پنجاب كښې 3.63 فیصد او سندھ كښې 8.47 فیصد وه۔ دغسې د صوبو په بيلو ښارونو كښې د كورونا كيسونو مثبت تناسب په لحاظ سره پنجاب كښې لاهور 5.96 فیصد، پينډۍ 1.90 فیصد,فیصل آباد كښې 3.62 فیصد،ملتان كښې 2.73 فیصد، ګوجرانوله كښې 2.65 فیصد, بهاولپور كښې 3.59 فیصد، د سندھ ښارونو كښې په كراچۍ كښې 14.56 فیصد,حیدرآباد 7.76 فیصد ؤ۔دغسې خېبرپښتونخوا ښارونو كښې پېښور كښې 9.92 فیصد ،سوات 3.53 فیصد ،ایبټ آباد 1.82 فیصد او بلوچستان كوئټه ښار كښې 8.4 فیصده تناسب ؤ۔ اسلام اباد 2.14 فیصد۔آزاد كشمیر كښې په میرپور كښې 8.33 فیصد،مظفرآباد كښې 1.35 فیصد ؤ۔ تر دې دمه پاكستان كښې د كورونا له امله تر اوسه 10 زره 772 كسان مړه شوي دغسې نړۍ كښې د كورونا له امله د مرګونو تناسب 2.14 فیصده په مقابل كښې هېواد كښې د مرګونو تناسب 2.12 فیصد دے۔

مضمون کا ماخذ : sorteios quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں