په رېلوے كښې به د سزا او جزا نظام رامخې ته كوو. اعظم خان سواتي

image

لاهور 21 جنوري (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير اعظم خان سواتي د زيات په ورځ د رېلوے په هېډكوارټرز كښې د مېراتهون غونډې مشري وكړه. په غونډه كښې د پاكستان رېلوے چيف اېګزېګټو آفيسر نثار احمد مېمن، جنرل منېجر ډبليو اېنډ اېس آئي شاهد عزيز، د رېلوے پوليس ډي آئي جي او نور اعلٰي چارواكو ګډون وكړو. په دې موقع وفاقي وزير ته د رېلوے چارو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو. په دې موقع د رېلوے وفاقي وزير ووئيل مونږ به د رېلوے انچ انچ زمكه نه خرڅه كړو او نه به ئې چاله وركړو، مونږ به د رېلوے بحالې او پرمختګ لپاره دا زمكه ډوېلپ كوو. ده ووئيل په رېلوے كښې به د سزا او جزا نظام رامخې ته كوو. وفاقي وزير ووئيل هغه په خپله د افسرانو پروفائل ګوري، په مېرټ به ټاكنې كولې شي. ده ووئيل مونږ له رېلوے چلول دي، زمونږ كار روغتونونه او سكولونه چلول نه دي. د يادونې وړ ده د لاهور درې ورځنې دورې په مهال به د وفاقي وزير د رېلوے په اړه د لوړې پاې غونډې درې ورځې روانې وي

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں