اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) د پلاننګ كمېشن ډپټي چيئرمېن محمد جهانزيب خان وئيلي دي حكومت هېواد كښې د ارزاني برېښنا وركولو لپاره په ترجيحي بنيادونو ګامونه پورته كوي دغسې چې سباؤن كښې د هېواد هر يو وګړي ته برېښنا وركړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تيره ورځ د سنټرل ډويلپمنټ وركنګ پارټي (سي ډي ډبليو پي) په غونډه كښې كړې۔ په غونډه كښې د توان د 16 ميګاواټ هائيډرو پاور پراجيكټ نلتر تھري ٬ ګلګت لپاره د 6199.493 مليونه روپو منصوبه وړاندې كړې شوه ۔د دې منصوبې ترمخه به ګلګت ټاؤن او خوا او شا سيمو كښې د برېښنا ضروريات تر سره كولو له د نلتر- V موجوده 66 كے وي ټرانسميشن لائن څخه ګلګت ته توان منتقل كولو لپاره 16 ميګاواټ هائيډرو پاور پروجيكټ جوړولې شي