اسلام آباد۔10فروری(اے پی پی) الېکشن کمېشن د سېنېټ په ټاكنو (2021ء) كښې ریټرننګ افسرانو له د سكروټني په مهال د ضروري آسانيو وركولو او د كانديدانو د نامزدګۍ كاغذونو كره كتنې نظام پياوړي كولو له الېكشن كمېشن سېكرټرېټ او د څلورو واړو صوبو الېكشن كمشنرز دفترونو كښې ډيجيټل سهولت مركزونه جوړ كړي ۔ د دې نظام له مخې به د كانديدانو د ټولو كوائفو كره كتنه د آن لائن ټېكنالوجي په مرسته د داخله وزارت (اېف آئی اے)، نادرا، نېب، فېډرل بورډ آف ریوینو او سټېټ بېنك لخوا كولې شي او د دې ادارو لخوا ترلاسه معلومات به ټولو ريټرنګ افسرانو ته وركولې شي۔ الېکشن کمېشن د نېب چئیرمین ، نادرا، اېف بی آر، سټېټ بېنک او داخله وزارت نه په دې لړ كښې خصوصي مرسته غوښتې ده۔ الېکشن کمېشن دا ګام د سېنېټ ټاكنو عمل سپېځلي جوړولو لپاره پورته كړے دے۔