پېښور ۔13فروری(اے پی پی) د سېنېټ ټاكنو له د ریټرننګ افسرانو او پولنګ افسرانو ټاكنه شوې ده۔ اسلام آباد كښې اسپېشل سېکرېټری ظفراقبال ریټرننګ افسر او شمشاد خان، شاهد اقبال، آصف علی یاسین او نور پولنګ افسران غوره كړے شوي دي۔ صوبائی الېکشن کمشنر اعجاز انورچوهان سندھ، صوبائی الېکشن کمشنرغلام اسرار خان پنجاب، صوبائی الېکشن کمشنر شریف اللہ خېبر پختونخوا او صوبائی الېکشن کمشنر محمد رازق بلوچستان لپاره ریټرننګ افسر غوره كړے شوے دے۔