د صحت نړيوالو ضابطو تر سره كولو له د حكومت اصلاحاتي ايجنډا

image

رپورټ: تبسم ګل
ترجمه:صفي الله
د پاكستان تحريك انصاف حكومت لخوا د صحت اصلاحات په ايجنډه او په قامي ايكشن پلان عمل درآمد سره به د نړيوالو ضابطو له مخې د صحت قوي نظام رامخې ته كولو له مرسته تر لاسه شي۔ په قامي كچه نګراني او په وخت د اقدام صلاحيت زياتولو له د اسټيك هولډرز د كار مطلوبه استعداد زياتولو له هڅې روانې دي ۔دې مقصد لپاره د پبلك هيلتھ ليبارټريز نيټ ورك، رسپانس اينډ ليګل فريم ورك او انټګريټډ ډيزيز رويلينس لپاره يو اسټريټجك فريم ورك جوړ كړے شوے۔ په دې حقله جامع اصلاحات لپاره وفاقي حكومت يو قامي ايكشن پلان 23۔2019ء جوړ كړے ۔دغسې د صحت صوبائي محكمو د نېشنل هيلتھ وژن له مخې د صحت څانګې لپاره خپلې تګلارې ته هم حتمي شكل وركړے ۔ حكومت په وفاقي او صوبائي كچه ډيزيز سرويلينس اينډ رسپانس لپاره ايمرجنسي آپرېشن سينټرز او كوآرډينيشن يونټس هم جوړ كړي۔دغسې”ون هيلتھ“ په نقطه نظر قامي او صوبائي فوكل پوائنټس هم وضع كړے شوي او د ”صحت په اړه قومي ټاسك فورس“ هم جوړ شوے كوم چې د صحت نظام كاركردګي ښه كولو له د مهمو ترجيحاتو او افعال په باقاعدګۍ سره جاج اخلي۔

د وزيراعظم د نېشنل هيلتھ سروسز، ريګوليشنز اينډ كوآرډينيشن خاص مرستيال ډاكټر فيصل سلطان په دې حقله ووئيل هېواد كښې د هر وګړي محفوظ او صحت مند سباؤن لپاره يونيورسل هيلتھ كوريج باوري كولو لپاره كوټلي ګامونه پورته كوو۔ده ووئيل د صحت كارډز ترمخه يونيورسل هيلتھ كوريج سره به دروغتيا خيال ساتلو نظام كښې انقلاب راشي۔ ده دا د مدينې رياست د اصولو ترمخه فلاحي رياست پلو يو مهم اقدام وګرځولو۔ ده ووئيل د حكومت معارفي كړي صحت اصلاحات كښې په سركاري روغتونونو كښې د جزا او سزا نظام معارفي كولو سره د صحت نظام معيار ښه كولو ته هم پام لرنه كيږي۔ حكومت د صحت نظام كښې زياته سرمايه كاري كوي دغسې چې ټول موجوده وسائل كارولو سره د رنځونو څخه تحفظ باوري كړے شي۔د وزيراعظم خاص مرستيال ووئيل حكومت خپلو وګړو له وړاندي څخه ويړيا طبي خذمات وركوي او د صحت څانكې كاركردګي ښه كولو لپاره په اصلاحاتي ايجنډه كار كوي۔ده ووئيل د قامي روغتيا وزارت ټول هېواد كښې د صحت اصلاحاتي ايجنډه كښې مرستې لپاره”بينيفټ پيكيج آف پاكستان“ په پراجيكټ كار بشپړ كړے۔ په ابتدائي توګه د هرې  يوې صوبې په دوو ضلعو او هر ريجن كښې په يوه سيمه كښې دا بينېفټ پيكيج به پيل كولې شي۔ ده ووئيل حكومت د اسلام آباد كيپيټل ټيريټري (آئي سي ټي) لپاره د اسلام آباد هيلتھ كيئر ماډل ډسټركټ نفاذ باوري په اړه په وړومبي ځل د صحت پالېسي منظور كړې ۔ دپاكستان انسټيټيوټ آف ميډيكل سائنسز (پمز) جوائنټ ايګزيكټو ډائريكټر ډاكټر منهاج السراج ووئيل د روغتون انتظاميې د وزيراعظم عمران خان په هدايت د صحت په اصلاحاتي ايجنډه عمل درآمد باوري كولو له مختلفې جديدې منصوبې پيل كړي۔

ده ووئيل د معياري صحت خيال ساتلو نظام مقصد د سركاري څانګې روغتونونو كښې وګړو له ښې طبي آسانۍ وركول دي۔ د پمز د فرنټ لائن وركر د وباء په مهال وګړو له طبي آسانيو وركولو كښې په زړه پوري كردار ترسره كړے۔مونږ له به دا خبره باوري كول وي چې زمونږ عمله تعليم يافته او تربيت يافته وي او هغوي ټول پكار وسائل ولري۔ ده ووئيل د ورځې 10 زره څخه زيات رنځوران درملني لپاره پمز ته راځي۔ د پمز تر سېوري  لاندې 6 روغتونونه كار كوي چې پكښې چلډرن روغتون ، كارډيك سينټر، ګائني ډيپارټمنټ او نوے جوړ ډينټسټري سيكشن شامل دے۔ مونږ خپل ايمرجنسي ډيپارټمنټ په سائنسي بنيادونو روان كړے ۔دغسې د بيړنو او معمول كيسونو مخنيوي له هيلتھ پروفيشنلز او تربيت يافته نرسز ډله هر وخت موجود وي۔

ده ووئيل د كورونا وائرس ترمخه ايمرجنسي رنځورانو لپاره يوه خاص تګلاره خپله كړې شوې ۔ جنرل ايمرجنسي او كارډيك ايمرجنسي لپاره هم يوه تګلاره شته او ډاكټران ، نرسز او پيرا ميډيكل اسټاف متحرك كردار سره روغتونونو كښې آسانۍ لا ښې كړې كيږي۔ د فيډرل ګورنمنټ پولي كلينك ډاكټر شريف استوري ووئيل د بنيادي صحت قوي نظام اولس ته د هغوي د ضرورت له مخې معياري طبي آسانۍ وركوي كوم چې د هغوي بنيادي حق دے۔ د فيډرل ګورنمنټ پولي كلينك روغتون انتظاميه وفاقي پايه تخت كښې په خپلو ډسپنسريو كښې د ښه خذمات باوري كولو هر ممكن هڅي كوي۔ده ووئيل د صحت څانګه كښې د اصلاحات ترمخه مختلف ډسپنسريز اپ ګريډ كړې كيږي او د اسلام اباد وګړي د دې ډسپنسريز څخه ويړيا تشخيص او د درملنې آسانيو نه علاوه د وړيړيا خذمات څخه استفاده كوي۔ ډاكټر شريف استوري ووئيل د وفاقي حكومت په سپارښتنه وګړو له د صحت ښه آسانيو وركولو كښې سركاري روغتونونه مهم كردار لري۔

مونږ هڅي كوو چې د حكومت د اصلاحاتي ايجنډې له مخې وګړو له يونيورسل هيلتھ كوريج وركول باوري كړے شي۔ده ووئيل د صحت په اړه د ګڼو ناوړه رنځونو درملنې لپاره پولي كلېنك هسپتال ته د ورځې 7 زره رنځوران راځي۔ په روغتون د رنځورانو زيات بوجھ باوجود انتظاميه رنځورانو له د ښه درملنې وركولو پورا هڅي كوي۔ د انصاف ډاكټرز فورم چيئرمين ډاكټر خاور سلطان اولس له د ښو آسانيو وركولو لپاره اصلاحاتي ايجنډه يو مهم اقدام ګرځولو سره ووئيل د ښه وسائل لرلو سره به د صحت په نظام كښې  يقيناً ښه والې راځي۔زمونږ بنيادي مقصد نظام ښه كول غواړو۔ده هيله څرګنده كړه چې حكومت به د هېواد د اولس او په خاص توګه د غريبو او حاجتمندو ضروريات تر سره كولو له د صحت خيال ساتلو نظام كښې د ګټور بدلون راوستو سره خپله وعده پورا كړي۔

 

مضمون کا ماخذ : ہاٹ اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں