اسلام آباد 17فروري (اے پي پي) د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له امله پنجاب نه پس سندھ كښې تر ټولو زيات كسان مړه شوي۔ ټول هېواد كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس په نتيجه كښې 56 كسان مړه شوي چې پكښې 25 كسان په وينټيليټرز وؤ۔نېشنل كمانډ اينډ آپريشن سينټر لخوا جاري شميرې له مخې د تيرو 24 ساعتو په مهال ټول هېواد كښې يو زر 165 كسانو د كووېډ۔ 19 ټيسټ مثبت راغلے او 56 كسان مړه شوي چې پكښې 48 كسان روغتونونو كښې دغسې 8 رنځوران كورونو كښې د قرنطينه په مهال د دې وائرس له امله مړه شوي ۔د هېواد په څلورو لويو ښارونو كښې په وينټيليټرز د كووېډ۔ 19 رنځورانو په تناسب سره ملتان كښې 21 فيصد ,لاهور كښې 37 فيصد،پېښور كښې 26 او اسلام آباد كښې 33 فيصد رنځوران موجود دي۔دغسې د هېواد په څلورو لويو ښارونو كښې د آكسيجن آسانۍ لرونكو كټونو د كورونا مثبت كيسونو تناسب په لحاظ سره پېښور كښې 39 فيصد،ملتان كښې 31 ،ګجرات كښې 61 او لاهور كښې 22 فيصده رنځوران پراته دي ۔ د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا 33 زره 196 ټيسټونه شوي چې پكښې سندھ كښې 9 زره 504, پنجاب كښې 10 زره 775, خېبرپښتونخوا كښې 6 زره 595, اسلام آباد كښې 4 زره 995, بلوچستان كښې 597,ګلګت بلتستان كښې 377, آزاد كشمير كښې 353 ټيسټ شامل دي۔تر اوسه ټول هېواد كښې د كووېډ۔19 څخه د ښه شوو كسانو شميره 5 لكهه 28 زره 545 ته رسيدلې ۔ بلوچستان،ګلګت بلتستان او آزاد كشمير كښې د كووېډ۔19 كوم هم رنځور دا مهال په وينټيليټرز نشته دغسې ټول هېواد كښې د كووډ۔19 لپاره په بيلو كړو وينټيليټرز 247 رنځوران پراته دي۔ ټول هېواد كښې د كووېډ۔19 ايكټو كيسونو شميره 25 زره 8 ده او د كورونا وائرس له امله د ځپليو كسانو شميره 5 لكهه 65 زره 989 ده چې پكښې آزاد كشمير كښې 9 زره 562, بلوچستان كښې 18 زره 954, ګلګت بلتستان كښې 4 زره 943، اسلام آباد كښې 42 زره 921, خېبر پښتونخوا كښې 70 زره 123، پنجاب كښې يو لكه 65 زره 200 او سندھ كښې 2 لكهه 54 زره 286 رنځوران شامل دي۔ د كووېډ۔19 له امله د مړو شوو كسانو شميره 12 زره 436 ده چې پكښې سندھ كښې 4 زره 244 كسان مړه شوي دغسې د تيرو 24 ساعتو په مهال 11 رنځوران روغتونونو كښې دغسې 7 رنځوران كورونو كښې د قرنطينه په مهال د دې وائرس له امله مړه شوي، پنجاب كښې 5 زره 114 كسان مړه شوي دغسې د تيرو 24 ساعتونو په مهال 29 رنځوران روغتونونو كښې او يو رنځور په كور كښې د قرنطينه په مهال مړ شو