اسلام آباد۔16فروری(اے پی پی)زیرو پوائنټ ته نزدې په اسلام آباد اېكسپرېس وے د خطرناكې حادثې په نتيجه كښې دوه كسان مړه او دوه نور سخت ژوبل شوي۔ د پوليس وياند له مخې دا پېښه هغه مهال رامخې ته شوه كله چې يو ګاډې د تند رفتارۍ د لاسه بې قابو شو او فټ پاته سره د ټكر كېدو په نتيجه اپوټه شو۔ دې پېښه كښې دوه كسان مړه او دوه نور سخت ژوبل شول كوم چې نزدې روغتون ته منتقل كړے شوي