آئي اېم اېف سره د لوظ نامې له امله به د پاكستان برآمدات او سرمايه كاري زياته شي۔ د خزانې وفاقي وزير ډاكټر عبدالحفيظ شېخ مېډيا سره خبرې

image

اسلام آباد 17فروری(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير ډاكټر عبدالحفيظ شېخ وئېلي دي د پاكستان ائې اېم اېف سره د لوظنامې له امله به ګرده نړۍ كښې د پاكستان برآمدات زيات شي او هېواد كښې به بهرنۍ سرمايه كارۍ ته وده هم ترلاسه شي۔ د پاكستان قامي خزانې تحفظ او د ملكي دولت زياتوالې د وزيراعظم عمران خان او د هغه د حكومت بنيادي هدف دے۔ ده دا خبره د شورو په ورځ د الېكشن كمېشن نه بهر مېډيا سره په خبرو كښې وكړه۔ ډاكټر عبدالحفيظ شېخ ووئيل تېره ورځ د پاكستان او آئي اېم اېف ترمينځه ډېره مهمه لوظ نامه شوې چې له مخې به ئې په ګرده نړۍ كښې د پاكستان په برآمدات كښې زياتوالې راشي٬هېواد ته به زياته بهرنۍ سرمايه كاري راشي او د پاكستان اقتصادي پرمختګ له به مرسته ترلاسه شي۔ده ووئيل دې لوظ نامې سره به د ټولې نړۍ سرمايه كار او كيپټل ماركيټونه د پاكستان پلو خپل پام وګرځوي۔ ده ووئيل كوم څيز چې پي ټي آئي او د دې مشرتابه د نورو نه منفرد جوړوي هغه دا چې د وزيراعظم عمران خان مفاد د پاكستان اولس سوكاله كېدل او په ګرده نړۍ كښې دوئي ته عزت او مقام ترلاسه كېدل دي۔ هغه ووئيل د پاكستان قامي خزانې تحفظ او ملكي دولت كښې زياتوالې د وزيراعظم عمران خان او د هغه د حكومت بنيادي هدف دے۔ د خزانې وزير ووئيل ټول غواړي چې د سېنېټ ټاكنو جمهوري عمل په ښه ډول بشپړ شي۔هر يو ګوند او هر يو كس جمهوري آزادي لري چې خپله رائے وركړي او په دې عمل كښې بايد برخه واخلي۔ هغه ووئيل عمران خان او پاكستان تحريك انصاف به راروانو ټاكنو كښې بريا ترلاسه كړي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی قیمت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں