اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي) د خارجه وزارت او نېشنل يونيورسټي آف ماډرن لينګوئجز (نمل) ترمينځه د شريكې مرستي لوظنامه شوې چې له مخې به ئې نمل او خارجه وزارت لينګوئجز او ټرانسليشن په لړ كښې يو بل سره مرسته كوي۔ خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قريشي او د نمل ريکټر ميجر جنرل(ر) محمد جعفر د شريكې مرستي د لوظنامې د دستوري مشري وكړه دغسې پرو ريکټر ريسورسز اينډ پلاننګ/ډائريکټر جنرل بريګيډئير محمد بدر ملك او د خارجه وزارت ډائريکټر جنرل سټرټيجك کميونيکيشن ډويژن صائمه سيد د شريكې مرستې په يادښت لاس ليك وكړو۔په دې موقع خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قريشي ووئيل نمل د نړۍ بيلو هېوادونو سره مرستي ته ودې وركولو كښې مهم كردار ترسره كوي ، د نمل دغې هېوادونو د ژبو ښه تعليم وركوي او د فارن سټوډنټس کوربتوب كوي۔ نمل د ژبو تعليم او ټرانسليشن په اړه تر تولو مستند اداره ده او فارن آفس او نمل به په ګډه په دې اړه كوټلي پاليسي مرتب کوي دغسې چې په ټوله نړۍ كښې د پاکستان مثبت تشخص رامخې ته كړې شي ۔ دې څخه وړاندي د نمل ريکټر د خارجه وزير تود هركلے وكړو او هغه ئې د نمل په اړه تفصيل څخعه خبر كړو،ريکټر ميجر جنرل (ر) محمد جعفر نمل ته په راتګ د خارجه وزير مننه وكړه۔