اسلام آباد 10 مارچ(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د راوي سټي او د سنټرل بزنس پروژو سره به معاشي چارې وده وكړې ٬په دواړو پروژو كښې دې ماحولياتي تحفظ ته خاص پام وكړې شي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ د راوي اربن سټي پروژې او د سنټرل بزنس ډوېلپمنټ پروژې د پرمختګ په اړه د جاج اخستنې غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړی۔په غونډه كښې وزيراعظم ته د راوي سټي په پروژه تراوسه د شوي پرمختګ په اړه بريفنګ وركړے شو۔وزيراعظم د دې پروژو په اړه ووئيل د دې پروژو په نتيجه كښې به كه يو خوا د اربونو روپو معاشي چارې راپېدا شي نو ورسره به د لاهور ښار په ستونزو قابو موندلو له هم مرسته تر لاسه شي۔وزيراعظم هدايت وكړو چې په دواړو پروژو كښې دې د ماحوليات تحفظ ته خاص پام وكړې شي او د پروژو پرمختګ په اړه دې هغه پرله پسې خبر وساتلې شي