اسلام آباد 11 مارچ (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان د بلوچستان اولس د محرومۍ ختمولو لپاره د وزارتونو وفاقي سېكترانو ته د بلوچستان دورې كولو سپارښتنه كړې۔د وزيراعظم دفتر مېډيا څانګې لخوا جاري بيان له مخې په دې لړ كښې د وزيراعظم دفتر څخه حكم نامه جاري كړی شوې چې له مخې يې د بلوچستان صوبې د اولس ستونزې لرې كولو لپاره د ټولو وفاقي وزارتونو سېكترانو ته هره مياشت د صوبې دورې كولو سپارښتنه شوې۔په حكم نامه كښې وئېلې شوي ټول وفاقي سېكتران دې په مياشت كښې يو ځل خامخا پخپله بلوچستان ته لاړ شي او د خپل وزارت٬ډويژن او محكمې په اړه اړوند چارې دې په ترجيحي بنيادونو حل كړي۔ټول وفاقي سېكتران دې د بلوچستان چيف سېكرټري سره په ګډه د دورې پروګرام تشكيل كړي او د وزيراعظم دفتر دې هم په دې لړ كښې خبر وساتي او ټول سېكتران دې د دورې نه پس تفصيلي رپورټ باقاعدګۍ سره د وزيراعظم دفتر ته رالېږي