په اوكاړه كښې په ټرافيكي پیښه كښې درې كسه مړه شول

image

اسلام آباد 11 مارچ(اے پی پی)د پنجاب په اوكاړه ضلع كښې د تند رفتاره ټرك او ركشې په ټكر كښې د ماشوم پشمول درې كسه مړه او نور څلور كسان ژوبل شوي۔د نجي ټي وي چينل له مخې د رېسكيو ذريعو وئېلي دي په ركشه كښې ناست مسافر خپل كور ته روان وو۔په پېښھ كښې د يو ماشوم پشمول درې كسه په ټكي مړه او نور څلور ژوبل شوي۔په پېښه كښې د ركشه ډرائيور هم سخت ژوبل شوے۔ د رېسكيو ذريعو ووئيل مړه او ژوبل شوي كسان روغتون ته منتقل كړی شوي۔د پوليس له مخې د پیښې اېف آئي آر درج كړے شوے او د پیښې نه پس د ټرك ډرائيور لټون روان دے

مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2
متعلقہ مضامین
مزید خبریں