تر راتلونكو څو مياشتو د ګېس بېعه زياته نه كړئ. د وزيراعظم عمران خان د اوړو، چينو او د ضرورت نورو څيزونو د بېعو جاج اخستنې غونډه كښې سپارښتنه

image

اسلام آباد 12 مارچ (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان سپارښتنه كړې چې تر راتلونكو څو مياشتو د ګېس په بېعه كښې زياتوالے ونه كړئ، د غنمو ضروريات تر مخه د حكومتي او نجي څانګې لخوا دې په سباٶن كښې د غنمو د درآمد پرېكړې په وخت وكړې شي ۔ په دې مهال وزيراعظم ته وئيلي شوي چې په رمضان كښې د 7 اربه روپو د پكېج منظوري وركړې شوې. ده دا خبرې ده جمعې په ورځ د اوړو، چينو او د ضرورت نورو څيزونو د بېعې جاج اخستنې غونډې مشري كولو په مهال وكړې. په غونډه كښې وفاقي وزيرانو مخدوم خسرو بختیار، ډاکټر عبدالحفیظ شیېخ، محمد حماد اظهر، سید فخر امام، عمر ایوب، اسد عمر ، خاص مرستيالانو ندیم بابر، ډاکټر وقار مسعود، تابش ګوهر، د خزانې پخواني وزير شوكت ترين، وفاقي سېكرترانو او نورو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو. په غونډه كښې د ضرورت د بنيادي څيزونو او په خاص توګه د ووړو په بېعه كښې د استحكام، د چينې په اوسنې بېعه كښې د كمي په اقداماتو او د ګاز او پټرول بېعو په معاملو غور وكړے شو. وزيراعظم د حكومت معاشي ډلې ته هدايت وكړو چې د حكومت لخوا د هدفي سبسډي سكيم معرفي كولو پورې د ووړو په بېعو كښې استحكام باوري كړئ. وزيراعظم عمران خان ووئيل غريبانانو لپاره د ووړو په اړه نېغ په نېغه سبسډي وركولو لپاره مفصل پروګرام معرفي كولې شي . د دې د لارې به د خريدارې په اړه د ټولنې كمزور طبقو ته د حكومت لخوا نېغ په نېغه سبسډي وركولې شي. ده ووئيل د حكومتي سبسډې مقصد د ټولنې د كمزورې طبقې مالي مرسته ده چې دغسې د ګرانې بوج په دوي تر ممكنه حده كم كړے شي. ده هدايت وكړو چې وړه بنيادي ضرورت دے او د دې په ډېر او مناسب مقدار كښې شتون باوري كړئ۔وزيراعظم ووئيل د غنمو ضروريات تر مخه د حكومتي او نجي څانګې لخوا دې په سباٶن كښې د غنمو د درآمد پرېكړې په وخت وكړې شي۔وزيراعظم ته د چينو په بيعه كښې د كمي په اړه د تجويز شوو اقداماتو په اړه بريفنګ وركړے شو۔غونډې ته ووئيل شول د رمضان مياشتې لپاره د 7 اربه روپو د رمضان پیكج منظوري وركړې شوې۔وزيراعظم ته په نړيواله منډۍ كښې د پیټروليم مصنوعاتو د بيعو په اړه هم بريفنګ وركړے شو۔وزيراعظم ووئيل عام وګړي او په خاص توګه كمزورې طبقې ته هر ډول ممكنه رېليف وركولو لپاره دې هڅې زياتې كړے شي۔

مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں