خارجه وزير شاه محمود قرېشي صادق سنجراني ته د سېنېټ چيئرمېن په ټاكلے كېدو مباركي وركړه

image

اسلام آباد 12 مارچ (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي صادق سنجراني ته د سېنېټ چيئرمېن په ټاكلے كېدو مباركي وركړې۔د جمعې په ورځ په خپل بيان كښې شاه محمود قرېشي ووئيل صادق سنجراني په ښه ډول د سېنېټ كاروائي چلولې او يو ځل بيا د سېنېټ چيئرمېن ټاكلے كېدل د دې خبرې څرګند ثبوت دے۔ده ووئيل د الله تعالٰی په فضل او كرم وزيراعظم عمران خان يو ځل بيا بريالے شوے۔۔شاه محمود قرېشي ووئيل په دې موقع د پاكستان تحريك انصاف او د اتحادي ګوندونو د سېنېټرانو هم مننه كوم

مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں