په هېواد كښې د تعليم اهميت رامخي ته كولو ته اړتيا ده، كوم هم قام د علم نه غير پرمختګ نه شي كولے، القادر پوهنتون به د نوي نسل لپاره رول ماډل جوړيږي، د وزيراعظم عمران خان د القادر پوهنتون پرانستي دستورې ته وينا

image
APP59-120321 SOHAWA: March 12 - Prime Minister Imran Khan addressing at Al-Qadir University. APP

سوهاوه 12مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي هېواد كښې د تعليم اهميت رامخې ته كولو ته اړتيا ده، كوم هم قام د علم نه غير پرمختګ نه شي كولے،د نړۍ تاريخ دې وكتلے شي د اخلاقي اقدارو په وجه قامونو پرمختګ كړے او د اخلاقي نظام په تباه كيدو ټولني تباه شوي، القادر پوهنتون به نوي نسل لپاره رول ماډل جوړ شي، د اسلام په نامه ترلاسه شوے هېواد او د اقبال د تعبير له قيادت به دلته نه رامخې ته كيږي، لويديز ځكه پرمختګ كړے چې هلته ادارې قوي دي،د هغوي اخلاق ښه دي، هلته رښتيا وئيلے كيږي خو خانداني نظام او مذهب څخه لري والے د هغوي د تباهۍ اسباب دي، علم مونږ ته د انسان كردار سازي ٬د انسان او ځناورو فرق ښائي۔ د جمعې په ورځ وزيراعظم عمران خان سيرت النبي (ص) او د صوفياﺀ كرامو تعليمات ودې په اړه د جوړيدونكې القادر پوهنتون دوره وكړه او د هغې پرانسته ئې وكړه۔ په دې موقع وزيراعظم القادر پوهنتون كښې د اونو نالولو كمپائن ترمخه يو بوټے نال كړو او د پوهنتون جوړيدو د پيشرفت ئې جاج واخست۔ د سائنس او ټيكنالوجۍ وفاقي وزير چوهدري فواد حسين هم ده سره ملګےے ؤ۔ وزيراعظم عمران خان دستورې ته ووئيل د تعليم اهميت د هېواد او معاشي پرمختګ لپاره ضروري دے، هېواد كښې د تعليم اهميت رامخې ته كولو ته اړتيا ده، څنګه چې د سېنېټ اوسنۍ ټاكني شوي په دې كښې قام په وړاندي اخستل او خرڅول شوي، د انصاف نظام هم په دې خاموشي اختيار كړې، دې لپاره د القادر پوهنتون جوړولو پريكړه شوې دغسې چې يوه داسې درسګاه موجود وي كومه چې په ځناورو او انسانانو كښې فرق رامخې ته كړي، انسان لوي څښتن اشرف المخلوقات پيدا كړے۔ وزيراعظم ووئيل كوم هم قام د تعليم نه غير پرمختګ نه شي كولے، د انسانانو او ځناورو ترمينځه فرق هم د علم له امله شوے، زمونږ دين مونږ ته د انساني ژوند كښې بدلون راتلل ښودلي ۔ده د مصر د يو سكالر حواله وركولو سره ووئيل كله چې زه د اروپا دورې څخه مصر ته بيرته راغلم نو نو ما ته په اروپا كښې اسلام په نظر راغلو خو كوم مسلمان نه دې راغلے٬ دغسې د دې په مقابل كښې مصر كښې مسلمانان ډير دي خو اسلام نه ښكاري۔ وزيراعظم ووئيل د القادر پوهنتون مقصد دين سره زمونږ د ژوند مطابقت پيدا كول دي، القادر پوهنتون د مصر د الازهر پوهنتون په طرز پر اعليٰ اداره جوړول غواړو، د نوي نسل لپاره به القادر پوهنتون رول ماډل جوړ شي۔ وزيراعظم ووئيل اسلام كښې لارښودني له چې كوم قيادت پكار ؤ په افسوس سره وايم هغې څخه مونږ محروم يو، د اسلام په نامه جوړ شوے هېواد او د اقبال د خوب له مخي قيادت به دې پوهنتون كښې به جوړېږي كوم به چې دا تحقيق وكړي چې د نبي اكرم(ص) د مدينې رياست تصور څه ؤ، هغه كوم اصول وؤ چې په هغې عمل كولو سره هغه ټول قام يو كړے ؤ۔ وزيراعظم ووئيل القادر پوهنتون كښې به چې كوم تحقيق كيږي هغه به تعليمي ادارو كښې لوستلے كيږي۔ وزيراعظم ووئيل د علامه اقبال د شاعرۍ محور قرآن پاك دے، دغې سوچ له به مونږ له وده وركول وي۔ وزيراعظم ووئيل په 01 ستمبر به دا پوهنتون په باضابطه توګه پيل شي،د دې په بورډ كښې به لوئې لوئې محققين شامل وي۔۔(

مضمون کا ماخذ : گرم گرم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں