اسلام آباد۔16مارچ (اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي اپوزيشن چې چرته ځي ناكامي ئې مقدر ده ، لانګ مارچ كول آسان نه دي۔ اپوزيشن اوس د لانګ مارچ كولو نه كولو سوچ كوي۔ آصف زرداري وړاندې وئيلي وو مونږ د استعفاګانو مرسته نه كوؤ۔ كه نواز شريف هېواد ته بېرته راتلل غواړي نو په 24 ساعتو كښې هغه ته اجازه وركولې شوو۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د نهې په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې وكړه۔۔ هغه ووئيل د مولانا فضل الرحمان او مریم نواز ملاقات نه وروستو به تګلاره رامخې ته شي چې هغوي اوس څه كول غواړي۔ دغې نه وروستو به پي ټي آئي خپل ځواب كوي۔ هغه ووئيل زما خيال دے هغوي دا سوچ كوي چې لانګ مارچ كول دي نه۔ هغه ووئيل آصف زرداري به د سندھ حكومت چرې ختم نه كړي۔ آصف زرداری ته معلومه ده چې د مريم نواز او مولانا هېڅ نه كېږي خو پيپلزپارټي د يوې صوبې حكومت لري۔ د نواز شريف په اړه هغه ووئيل كه نواز شريف هېواد ته بېرته راتلل غواړي نو داخله وزارت هغه ته په 24 ساعتع كښې اجازه وركولې شي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د پی ډی اېم لانګ مارچ له حكومت خپله كمېټي جوړه كړې او په دې حقله مشاورت روان دے۔ څنګه چې د پي ډي اېم تحريك مخ په وړاندے ځي دغې سره به حكومت هم خپلې پرېكړې كوي