اسلام آباد 17مارچ (اے پي پي)د پاكستان تحريك انصاف سينيټر شبلي فراز وئيلي دي د پاكستان تحريك انصاف حكومت د صحافت په آزادۍ باور لري،خپلواكه ميډيا د جمهوريت ودې او د وګړو بنيادي مسئلې رامخي ته كولو كښې په زړه پوري كردار لري ‘د خبريالانو د مال او ځان تحفظ له به ډير زر بل پارلمان ته وړاندي كړې شي، د بده مرغه اپوزيشن د خبريالانو د تنخاګانو او تحفظ په اړه بل مسترد كړے كومه چې د افسوس خبره ده ‘ كومه هم اداره ‘ سياسي ګوند يا تنظيم چې خپل ځان د وخت د تقاضو سره برابر نه كړي هغه شا ته پاتي كيږي ‘ صحافتي تنظيمونه او پريس كلبز دې خپل د ممبر شپ عمل سپيځلے كړي دغسې چې اهل كسانو ته موقع ترلاسه شي۔ده د شورو په ورځ ځائي هوټل كښې د “فريډم آف دي پريس اينډ ريزوليشن آف ميډيا كرائسس ” سيمينار ته وينا كوله۔ سينيټر شبلي فراز ووئيل هره ادارہ په خپل تاريخ وياړ لري او په ماضي وياړ لرلو سره سره به دا كتل وي چې اوس چرته ولاړه ده نو هله به مخ په وړاندي ځي۔ده ووئيل صحافت يو چيلنجنګ پيشه جوړه شوې ‘ هرهغه تكس خبريال دے كوم چې كيمره لري او د هغه رسنه تر سوشل ميډيا ده ‘ د نوې دور چيلنجونه او تقاضې به تره نظر ساتل وي۔ ده ووئيل د ادارې بنيادي احساس د هغې تاريخ وي۔ ده ووئيل حكومت هڅه كوي چې د راے د اظهار آزادي باوري شي او دې سره سره ميډيا او پريس سره اړيكي ښې شي، دې نه غير سياسي حكومت او جمهوريت ته پذيرائي او وده نه ترلاسه كيږي۔ ده ووئيل په يو كال كښې د اطلاعات وزير په حېث خبريالانو او ميډيا سره اړيكي ښې شوي۔ ده ووئيل ميډيا ته خواست كوو چې د مخصوص ايشو په ځائے په مجموعي توګه د اولس مسئلې رامخي ته كړي او د حكومت د ښه كارونو ډاډګيرنه وكړي او چرته چې غلطي وي هلته تنقيد كول د ميډيا حق دے۔ ده ووئيل د خبريالانو د ځان او مال تحفظ لپاره بل پارليمنټ ته وړاندې كوو ‘د جرنلسټ په سكيورټي اينډ سيفټي بل تندۍ سره كار روان دے۔ده ووئيل د تنخاګانو په ايشو په پارليمنټ كښې يو بل عارفي شوے خو د بده مرغه اپوزيشن مسترد كړے ‘دا د افسوس خبره ده ‘ حكومت داسي ميكنزم غواړي چې صحافتي ادارو ته په وخت تنخاګاني ترلاسه شي۔ ده ووئيل ميډيا هاؤسز له د اشتهارات په لړ كښې تر ډيره حده بقايات وركړے شوي۔ ده ووئيل كوويډ 19 ټول قام لپاره خطر دے دغسې په فرنټ لائن كار كوونكو خبريالانو له هم خطر دے‘ په دې مهال هم خبريالانو ښه خذمات ترسره كړي ‘ د خبريالانو مال او ځان تحفظ د حكومت ذمه واري ده