د پنجاب ګور نر چوهدري محمد سرور د يوم پاکستان په موقع پيغام

image

لاهور 22 مارچ (اے پي پي) د يوم پاکستان په موقع خپل پيغام كښې د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور وئيلي دي چې په ننۍ ورځ بايد دا لوظ وكړو چې د پاکستاني په حيث په انفرادي او اجتماعي توګه خپل كردار ترسره كولو سره به د هېواد او قوم پرمختګ لپاره د قائد اعظم په زرينو اصولو ايمان، اتحاد او تنظيم عمل كوؤ۔ ده ووئيل هېواد مونږ له ډير څه راكړي دي تر ټولو زيات دا چې مونږ له ئې آزادي او پېژندګلو راكړې،اوس به مونږ له سوچ كول وي چې مونږ هېواد له څه وركوو،راځئ چې خپلو كښې اختلافات لرې كولو سره يو قوم جوړ شو او د هېواد پرمختګ كښې د خپلې برخې كردار ترسره كولو سوچ وكړؤ

مضمون کا ماخذ : resultados loteria ریو ڈی جنیرو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں