ټولټاكنو لپاره د قامي او صوبائي اسمبليو 1085 چوكو لپاره په مجموعي توګه 28 زره 626 كانديدانو د نامزدګۍ كاغذونه جمع كړي

image

اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) ټولټاكنو لپاره د قامي او صوبائي اسمبليو 1085 چوكو لپاره په مجموعي توګه 28 زره 626 كانديدانو د نامزدګۍ كاغذونه جمع كړيدي۔ د الېكشن كمېشن لخوا دجاري بيان له مخې د قامي اسمبلۍ 266 عمومي چوكو لپاره 7 زره 713 كانديدانو او مېرمنو او د اقليتونو 70 چوكو لپاره 609 كانديدانو كاغذونه جمع كړي دغسې د صوبائي اسمبليو 563 عمومي چوكو لپاره 18 زره 546 كانديدانو او 156خاص چوكو لپاره 2 زره 367 كانديدانو د نامزدګۍ خپل كاغذونه جمع كړې دي٬ د يادونې وړ ده چې د قامي اسمبلۍ 266 عمومي چوكو لپاره 7 زره 242 نارينه او 471 مېرمنې كانديدانې رامخې ته شوې دي دغسې د څلورو واړو صوبائي اسمبليو 593 چوكو لپاره 17 زره 744 مېنز او 802 وېمنز كانديدانې مېدان كښې دي

مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں