د مواصلات٬ريلويز او سمندري چارو نګران وفاقي وزير شاهد اشرف تارړ په ريكارډ آمدن ترلاسه كولو د رېلوے سټاف او انتظاميې هڅې وستائېلې

image

اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) د مواصلات٬ريلويز او سمندري چارو نګران وفاقي وزير شاهد اشرف تارړ د مالي كال 24-2023 وړومبو شپږو مياشتو په مهال د 41 اربه روپو رېكارډ آمدن په ترلاسه كولو د رېلوے سټاف او د انتظاميې هڅې ستائېلې دي ۔د پاكستان رېلوے په آمدن كښې تېر كال د دې مودې په مقابل كښې 46 فيصد زياتوالے راغلے ۔پاكستان رېلويز په وړومبو 6 مياشتو كښې د مسافرو ټرينونو څخه 24 ارب او مال وړونكو ټرينونو څخه 11.5 ارب آمدن ترلاسه كړے ۔نورو څانګو څخه آمدن نزدې 5 اربه روپۍ ؤ ۔ريونيو كښې اضافه د پاكستان رېلوے انتظاميې لخوا د معارفي كړو موثر مواصلات او رېلوے ملازمين د محنت نتيجه ده۔د رېلوے وزارت په محكمه كښې د آپرېشنل كاركردګۍ ښه والي لپاره تېر كال څخه ګڼ شمېر اصلاحات معارفي كړے شوي ۔اي آر پي معارفي كولو څخه هيومن ريسورز منيجمنټ كښې ښه كاركردګي او مالي معاملات كښې سپيځلتيا راغلې ده۔رابطه ايپ اجرا څخه د مسافرو لپاره سفري انتظام آسان كړے شوے ۔په دې اړه په وړومبي ځل لينډ منيجمنټ رولز منظور شوي كومو څخه چې د رېلوے زمكې په ښه ډول كارولو سره د رېلوے د زياتې نه زياته ريونيو جنریټ كېدې شي۔

مضمون کا ماخذ : bolão lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں