ګلوبل هېلت سكيورټي سمټ به يو جامع د روغتيا نظام ته وده وركړي۔د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ پرېس بريفنګ

image

اسلام آباد 11 جنوری (اے پی پی)د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ وئېلي دي په اسلام آباد كښې وړومبے ګلوبل هېلت سكيورټي سمټ اختتام ته په رسېدو د اسلام آباد اعلاميې منظورۍ وركړې ده كومه به چې د عمل وړ منصوبو د يو سيريز اهميت رامخې ته كوي او كومه به چې د صحت بېړني صورتحال لپاره يو قوي نړيوال غبرګون سره د صحت خيال ساتلو تر يو برابر رسنې پشمول يو جامع د صحت نظام ته وده وركړي۔د زيارت په ورځ اوونيز بريفنګ په مهال دې ووئيل د نړيوالې روغتيا خطرو مخ نيوے او د نړيوالې روغتيا سلامتيا زياتولو لپاره نړيوالې مرستې او ستراتېژېكي شراكتدارۍ له ودې وركولو لپاره د شورو په ورځ په وفاقي پايه تخت كښې وړومبے ګلوبل سېكيورټي سمټ پیل شوے ؤ چې پكښې د صحت وزيرانو او د 70 څخه زياتو هېوادونو د صحت وزيرانو او پوهانو د قامي صحت په سلامتيا د نړيوالې سلامتيا اثرات٬د وبائي رنځونو مخ نيوي له چمتوالے نيول او غبرګون٬د موسمي بدلون اولسي صحت لپاره خطرې او د نړيوال صحت تحفظ لپاره كوټلې او مساوي مالي اعانت٬يونيورسل هېلت كورېج ته رسنه او د ويكسينو مساوات په باوري كولو د خيالاتو څرګندونه شوی۔ وياندې ووئيل خارجه وزير جليل عباس جيلاني په نړيواله كچه د صحت تحفظ باوري كولو لپاره د نړۍ په يووالې او د مرستې په حاجت زور راوړولو سره وئېلي دي يواځې يو مساوي نړيواله د صحت ډهانچه د ټولو سباؤن د وبائي رنځونو څخه ساتلو له مرسته كولې شي۔وياندې ووئيل تېره ورځ غونډې ته په خپل خطاب كښې وزيراعظم انوار الحق كاكړ اجتماعي غبرګون لپاره د بهرنيو او كورنيو د صحت چېلنجونو په اړه خبرې كړي۔هغه د قامي مفادات او قامي پولو څخه بالا د صحت تحفظ چېلنجونو مخ نيوي لپاره په يو نړيوال ډګر زور راوړے۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں