د پارلماني غړو او ججانو په تنخاګانو كښې لوئ فرق دے۔ سينيټر اعظم نذير تارړ

image

اسلام آباد 04 جولائي (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي د پارلماني غړو او ججانو په تنخاګانو كښې لوئ فرق دے٬ د سېنېټ د غړو د ټېكس كټوتۍ نه پس تنخا يو لكه 70 روپۍ ده٬ د سپريم كورټ او هائي كورټ د ټولو ججانو تنخا د لس لكه روپو څخه كمه نه ده۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سينيټر کامران مرتضي، سينيټر جان محمد او نورو غړو د پوښتنې په ځواب اعظم نذير تارړ ووئيل سپريم کورټ او هائي کورټس خپلواكه دي٬ ھغوي خپل رولز رېګولېشنز خپله جوړوي او ټريبونل ته د قانون وزارت چارواكي وركولې كېږي د دوي تنخاګانې وفاقي حكومت وركوي چونكه د سپريم کورټ او هائي کورټس سروس سټرکچر جلا دے ځكه د وفاقي او صوبائي حكومتونو د ملازمانو تنخاګانې د دوي برابر كېدې نشي۔ ده ووئيل د پارلماني غړو او ججانو په تنخاګانو كښې لوئ فرق دې٬ د سېنېټ د غړو د ټېكس كټوتۍ نه پس تنخا يو لكه 70 روپے ده٬ د سپريم كورټ او هائي كورټ د ټولو ججانو تنخا د لس لكه روپو خخه كمه نه ده۔ ده ووئيل كه اپوزيشں كوم تجويز لري نو حكومت ته دې ولېږي او كه د ججانو د تنخاګانو تخفيف غواړي نو دا پېغام به هم ورسوٶ٬ كه غړي په تنخاګانو كښې اضافې غواړي نو هم دې ووائي

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی ترکیبیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں