په مشكل معاشي صورتحال قابو موندلو له د آئي اېم اېف لوظنامه مهمه ثابت شوې، قرض څخه نجات او د معاشي سوكالۍ دور به زر راشي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف

image
APP36-090724 ISLAMABAD: July 09 - Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif briefing parliamentarians regarding power sector reforms. APP/TZD/FHA

اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان او نړيوال مالياتي فنډ ترمينځه په سټاف ليول لوظنامه د اطمېنان څرګندونې سره وئيلي نوې قرض پروګرام به په پاكستان كښې د معاشي استحكام سبب وګرځي،قرض څخه نجات او د معاشي سوكالۍ دور به ډير زر راشي، د پاكستان په مشكل معاشي صورتحال قابو موندلو له د آئي ايم اېف لوظنامه مهمه ثابت شوې۔د خالي په ورځ د وزير اعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې آئي ايم اېف د پاكستان سره د 37 مياشتو د قرض په پروګرام خوښي څرګنده كړې چې له مخې به ئې پاكستان ته 7 اربه ډالره ترلاسه شي۔وزير اعظم ووئيل پاكستان په معاشي تحفظ سره مشكل پريكړې كړې ،د مشكل پريكړو ميوې به د معاشي استحكام په صورت كښې رامخې ته شي۔وزيراعظم ووئيل په مشكل وخت كښې د ملګرتيا كولو د آئي ايم اېف مننه كوو،حكومت به د معيشت ښه والې له په ترجيحي بنيادونو كار روان ساتي،آئي ايم اېف پروګرام سره به په پاكستان كښې مالياتي او مانيټري پاليسي قوي كولو اقداماتو سره سره ټيكس بيس پراخه كولې شي،د تير يو كال په مهال پاكستان كښې د زرمبادلې پانګې ښه شوې دي او معاشي استحكام ته وده ترلاسه شوې۔وزير اعظم ووئيل د خز انې وفاقي وزير محمد اورنګزيب پشمول ټولې معاشي ډلې او صوبائي اعليٰ وزيرانو په ھڅو ستائيو،نوې قرض پروګرام به د پاكستان معاشي استحكام سبب وګرځي ،انشاءالله قرض څخه نجات او د معاشي سوكالۍ دور به ډير زر پيل شي۔وزيراعظم وئويل پاكستان د استحكام څخه قوي او كوټلې بحالۍ پلو بوتلل زمونږ عزم دے،كاميابي به په هغه ورځ وي كله چې مونږ د قرض څخه نجات ومومو،د حكومت معاشي اصلاحات ايجنډا په تندۍ سره مخ په وړاندې روانه ده۔وزيراعظم وئويل د دې اقداماتو سره به د هېواد اقتصادي بنيادونه قوي شي او د وګړو لپاره به د كوټلې پرمختګ او سوكالۍ لارې سيمولو كښې مرسته وشي،د حكومت پاليسي ريفارمز او په مالياتي اهداف سختۍ سره عمل كول دي۔وزيراعظم ووئيل مونږ د معيشت ښه والې له ايكسچينج ريټ مستحكم كړې،كوټلې شرح نمو ترلاسه كولو له اقدامات شوې،پاكستان به د استحكام پړاؤ څخه مخ په وړاندې بوتللو سره د قوي معيشت پلو بوتلل وي،انشاءالله زمونږ د اقداماتو سره به د معاشي ترقۍ مزل بشپړ شي۔

مضمون کا ماخذ : سپر اسپنر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں